بیجنګ 29 جنوري (اے پي پي)د چین د خارجه وزارت وياند هوا چوانګ ډېووس په نړيوال اقتصادي فورم كښې د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د وېنا ستائنه كړې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل د بريفنګ په مهال وكړه۔ د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ډېووس نړيوال اقتصادي فورم ته وېنا او ميډيا سره مركه كښې وئيلي وو چې د چين اولس مشر شي جن پنګ د يوې سيمې …
چین د ډېووس په نړيوال اقتصادي فورم كښې د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د وېنا ستائنه وكړه

مزید خبریں
بیجنګ 29 جنوري (اے پي پي)د چین د خارجه وزارت وياند هوا چوانګ ډېووس په نړيوال اقتصادي فورم كښې د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د وېنا ستائنه كړې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل د بريفنګ په مهال وكړه۔ د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ډېووس نړيوال اقتصادي فورم ته وېنا او ميډيا سره مركه كښې وئيلي وو چې د چين اولس مشر شي جن پنګ د يوې سيمې يوه لارې اقدام سره به په نړيواله كچه رابط وده ومومي٬ پاكستان د يوې سيمې يوې لارې مهم شراكت دار دے او دې څخه بېلا بېلې ګټې پورته كولو سره به پاكستان په معاشي توګه ښه شي ٬ د چين او پاكستان د انفراسټركچر منصوبو څخه به ګاٶنډي هېوادونو ته هم ګټه ورسي۔ د چين د خارجه دفتر وياند ووئيل يوه سيمه يوه لاره اقدام چين پېل كړې خو د دې تعلق ټولې نړۍ لپاره موقعې او هدفونو څخه دې۔ ده ووئيل د سي پېك منصوبه يوازې د معاشي مرستې منصوبه ده په دې به د كومې سيمې ايزې شخړې يا تهرډ پارټۍ هېڅ آغېز نه پرېوځي۔ ده د دې اميد څرګندونه وكړه چې هند به هم دې منصوبې ته په دې تناظر كښې وګوري










