تھريسامې به د جنورې په 31مه نېټه د چين سركاري دوره كوي

بيجنګ 28 جنوری (اے پي پي) د برتانيې وزيراعظمه تھريسامې به د روانې مياشتې په پاې كښې د چين سركاري دوره كوي۔ د چين د خارجه وزارت وياندې هوا چنينګ له مخې د برتانيې وزيراعظمه تھريسامې به د جنورې د 31مې نېټې نه د فرورې تر 2مه نېټه د چين درې ورځنې سركاري دوره كوي۔ د ذريعو له مخې د دورې په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د آزاد تجارت د لوظنامې لاسليك كېدو امكان دے۔