برلن 27 جنوري (اے پي پي) د المان اولس مشر فرانك والټر اشټائن مائر د لبنان او اردن څلور ورځنې دوره كوي۔ د المانې مېډيا له مخې د هغه د دورې وړومبې منزل اردن دے٬ هغه به د دورې په مهال د دواړو هېوادونو د سياسي مشرانو سره ملاقاتونه كوي۔ هغه به په اردن كښې په الاذرق هوائي اډه الماني عسكري ډلو سره هم ملاقات كوي۔ د 120 كلونو په …
د المان اولس مشر به د اردن او لبنان دوره كوي

مزید خبریں
برلن 27 جنوري (اے پي پي) د المان اولس مشر فرانك والټر اشټائن مائر د لبنان او اردن څلور ورځنې دوره كوي۔ د المانې مېډيا له مخې د هغه د دورې وړومبې منزل اردن دے٬ هغه به د دورې په مهال د دواړو هېوادونو د سياسي مشرانو سره ملاقاتونه كوي۔ هغه به په اردن كښې په الاذرق هوائي اډه الماني عسكري ډلو سره هم ملاقات كوي۔ د 120 كلونو په مهال اشټائن مائر به د المان وړومبې اولس مشر وي كوم چې د لبنان دوره كوي۔ هغه به خپلې كورودانې سره يو ځائ د كډوالو يو كېمپ ته هم ځي۔ اشټائن مائر د خارجه وزير په توګه د اردن 7 ځله او د لبنان شپږ ځله دورې كړې دي۔










