د كابل په هوټل بريد كښې د مړو شويو شمېره زياتېدو سره 40 ته ورسېده – افغان چارواكي

کابل۔ 25 جنوری (اے پی پی) د كابل په نړيوال هوټل د ترسره شوي بريد په نتيجه كښې د مړو شويو شمېره زياتېدو سره 40 ته رسېدلې۔ نړيوالې ميډيا د افغان چارواكو سركاري شمېرو په حوالې سره ووئيل دا شمېره دې څخه وړاندې د مړو جاري كړې شوې شمېرې څخه يو په دوه زياته ده۔ د افغانستان د روغتيا وزارت وياند وحيد مجروح وئيلي مونږ ته د بريد په نتيجه كښې مړو شويو كښې د غېر ملكي كسانو په اړه معلومات نشته بياهم په دې بريد كښې 12 افغان وګړي ژوبل شوي دي۔ د خالي په ورځ شوې بريد كښې د 15 غېر ملكيانو د وژنې تصديق شوې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې افغان چارواكو دې څخه وړاندې وئيلي وو چې بريد كښې 22 تنه مړه شوي وو په كومو كښې چې زياتره غېر ملكيان وو۔