په متحده عرب اماراتو كښې په كور كښې د اور لګېدو نه پس د ساه بندېدو په نتيجه كښې 7 خوئندې وروڼه په حق رسېدلي دي

فجيره 23 جنوري (اے پي پي) په متحده عرب اماراتو كښې په كور كښې د اور لګېدو نه پس د لوګي له امله د ساه بندېدو په نتيجه كښې 7 خوئندې وروڼه په حق رسېدلي دي۔ د مړو كسانو عمرونه د 5 او 13 كلونو په مېنځ كښې ښودل شوي دي۔ د پوليسو له مخې د دې ماشومانو مور چې سهار كله راويښه شوه نو په كور كښې ئې اور وليدو او سمدستي ئې د اور مړ كولو عمله راوغوښتله خو د عملې رارسېدو نه وړاندې ماشومان مړه شوي وو۔ د پوليس چارواكو له مخې د پېښې پلټنې پېل كړې شوې دي۔