دی بیلټ اینډ روډ په تعمیر كښې د شمولیت خوښې لرو، افغانستان اولس مشر

کابل 09 جنوری (اے پی پی) د افغانستان اولس مشر اشرف غنی وئيلي دي چې افغانستان چین سره اړيكې مهمې ګڼي ، چین، افغانستان لپاره يو دائمی او د باور وړ ستراتيژېكي ملګرے دے، افغانستان دی بیلټ اینډ روډ تعمیر كښې د شموليت خوښې لري۔ د چین ميډيا له مخې اشرف غنی په ایوان صدر كښې د چین نوې سفیر لیو جینګ سونګ لخوا سفارتی اسناد وړاندې كولو په موقع …

کابل 09 جنوری (اے پی پی) د افغانستان اولس مشر اشرف غنی وئيلي دي چې افغانستان چین سره اړيكې مهمې ګڼي ، چین، افغانستان لپاره يو دائمی او د باور وړ ستراتيژېكي ملګرے دے، افغانستان دی بیلټ اینډ روډ تعمیر كښې د شموليت خوښې لري۔ د چین ميډيا له مخې اشرف غنی په ایوان صدر كښې د چین نوې سفیر لیو جینګ سونګ لخوا سفارتی اسناد وړاندې كولو په موقع ووئيل افغانستان د بیلټ اینډ روډ تعمیر او د چین تند رفتاره پرمختګ ستائي او په دې كښې په مثبت توګه شرکت کوي۔ په دې مهال د چین سفیر لیو جینګ سونګ ووئيل چین به دوه اړخيزه اړيكې او په خاص توګه د اعلیٰ كچ دورو او اولسي رابطو ته وده وركوي۔ ده ووئيل چین به د افغانستان بيلو سماجی څانګو ترمينځه حقیقی مرستې ته وده وركوي۔

مزید خبریں