اسلام آباد 08 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی په يوه ورځنۍ دوره سیالکوټ ته رسيدلې دې۔ سیالکوټ ته په رسيدو د خارجه چارو وزیر خواجه محمد آصف د وزیراعظم هركلے وكړو دغسې د كورنيو چارو وفاقی وزیر احسن اقبال او د هوا بازۍ سلاحكار سردار مهتاب احمد هم د وزیراعظم سره ؤ۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د سیالکوټ په هوائي ميدان د نړيوال ټرمېنل پرانسته وكړه۔ د …
وزیراعظم شاهد خاقان عباسی په يوه ورځنۍ دوره سیالکوټ ته ورسيد

مزید خبریں
اسلام آباد 08 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی په يوه ورځنۍ دوره سیالکوټ ته رسيدلې دې۔ سیالکوټ ته په رسيدو د خارجه چارو وزیر خواجه محمد آصف د وزیراعظم هركلے وكړو دغسې د كورنيو چارو وفاقی وزیر احسن اقبال او د هوا بازۍ سلاحكار سردار مهتاب احمد هم د وزیراعظم سره ؤ۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د سیالکوټ په هوائي ميدان د نړيوال ټرمېنل پرانسته وكړه۔ د خپلې دورې په مهال به وزیراعظم سیالکوټ كښې د مسلم لیګ (ن) ورکرز کنونشن ته خطاب کوي او د سیالکوټ ایوان صنعت او تجارت غړو سره به ملاقات هم كوي۔ د نېشنل هائی وے اتھارټی چارواكو وزیراعظم شاهد خاقان عباسی ته د سیالکوټ۔لاهور موټر وے په پروژه بریفنګ هم وركړو۔









