هند ٬ آندھرا پردېش كښې د يوې كورنۍ 4 كسانو ځان ووژلو

حېدر آباد ۔ 6 جنوری (اے پی پی) هندي رياست آندھرا پردېش كښې د يوې كورنۍ 4 كسانو ځان وژلې۔ د هندي ابلاغ ذريعو ترمخه دا پېښه تېره ورځ وشاکھاپټنم نومې سيمې كښې رامخې ته شوې چرته چې راجېش رېډي او دده كورودانې مرۍ تېزندي كولو سره ځان وژلې۔ بلخوا ددوئي د دوه كوچنيانو بچو وشنو او جانوي مړي په كټ كښې پراته وو۔ د راجېش خپلوانو ته اطلاع شوې …

حېدر آباد ۔ 6 جنوری (اے پی پی) هندي رياست آندھرا پردېش كښې د يوې كورنۍ 4 كسانو ځان وژلې۔ د هندي ابلاغ ذريعو ترمخه دا پېښه تېره ورځ وشاکھاپټنم نومې سيمې كښې رامخې ته شوې چرته چې راجېش رېډي او دده كورودانې مرۍ تېزندي كولو سره ځان وژلې۔ بلخوا ددوئي د دوه كوچنيانو بچو وشنو او جانوي مړي په كټ كښې پراته وو۔ د راجېش خپلوانو ته اطلاع شوې وه چې راجېش ځان وژلې۔ دوئي د چنئي څخه وشاكھا پټنم ته ورسېدل۔ دوئي رسېدو سره وليدل چې ددغه كورنۍ ټول كسان د مرګ په خوب اوده شوي دي۔ راپور كښې دا پېښه د ښځې خاوند ترمينځھ د جھګړې سوب ښودلې شوې۔ بياهم د پوليس وېنا ده چې دې كورنۍ دا ګام د معاشي پرېشانو په سوب پورته كړې۔

مزید خبریں