د مظفر آباد په نوسيري سيمه كښې نيلم درياب ته د موټر لوېدو په پېښه كښې د يوې كورنۍ 6 غړي مړه شوي دي

مظفر آباد 15 اکتوبر (اے پی پی) د مظفر آباد په نوسيري سيمه كښې نيلم درياب ته د موټر لوېدو په پېښه كښې د يوې كورنۍ 6 غړي مړه شوي دي۔ د خبر له مخې دا كسان د يو خپلوان د جنازې په لمونځ كښې ګډون كولو لپاره د نوسېري نه مظفرآباد ته روان و چې په نوسيرې سيمه كښې د دوي موټر نيلم درياب ته ولوېدو۔ په پېښه كښې په موټر كښې سواره 6 كسان په درياب كښې ډوبېدو سره په حق رسېدلي دي۔