پېښور ۔14اکتوبر(اے پی پی ) د خېبر پختونخوا ګورنر اقبال ظفر جھګړا وئيلي دي بي آئي اېس پي كښې بې وسه طبقه او په خاص توګه مېرمنې په مالي توګه اختيارمندې جوړول د مسلم ليګ (ن) حكومت مهمه كاميابي ده۔ د تېرو 8 كلونو په مهال بی آئی اېس پی سره د رجسټرډ مستحقينو ترمينځھ د 4 سوه اربه روپو وېش د ادارې د كاميابۍ ثبوت دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ ګورنر هاؤس پېښور كښې د بېنظير انكم سپورټ پروګرام مشرې ماروی مېمن لخوا د كال 2014-16ء راپور وړاندې كولو په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې مهال ګورنر او د پروګرام مشرې مستحقينو ته سندونه هم وركړل۔ ګورنر ووئيل د فاټا د ځپليو ستنېدو عمل روان دے او د روان كال د نومبر مياشتې تر پايې د ټولو بې كوره شويو كسانو عزت سره خپلو سيمو ته د ستنېدو عمل له ګامونه پورته كولې شي۔ ګورنر ووئيل بی آئی اېس پی د فاټا بې وسه ځپليو كسانو مالي مرسته كښې مثبت كردار ترسره كړې۔ ګورنر د بی آئی اېس پی د كاركردګۍ راپور ستائنه كولو سره ووئيل حکومت د ټولنې بې وسه طبقه په مالي توګه مستحكم كولو له په بېلو منصوبو كار كوي۔ ده په دې مهال دې پروګرام له د ماروي د خذماتو او د دې د كاركردګۍ هم ستائه وكړه۔ (وا/ض ض/ګ ل/2105)