د سری لنکا كركټ لوبډله به په مئي كښې انګلېنډ ته ځي

کولمبو 28 اپرېل (اے پي پي) د سری لنکا د كركټ لوبډله به په مئي كښې انګلېنډ ته ځي۔ د آئي لېنډرز دورې په موقع به د كوربه ډلې په ضد درې ټېسټ سيالې٬ 5 يو ورځنۍ سيالې او يو ټي ټونټي مېچ سېريز كولې شي۔ د شېډول له مخې د وارم اپ مېچونو نه پس به د سري لنكا او انګلېنډ لوبډلو ترمېنځه د درې ټېسټ مېچونو د سېريز وړومبنې مېچ د 19م نه تر 23م مئي په ليډز كښې٬ دويم ټېسټ مېچ به د 27م مئي نه تر 31 مئي چېسټرلي سټرېټ او آخري ټېسټ مېچ به د 9 نه تر 13 جون په لارډز كښې لوبولې شي۔