د غربت خاتمې پروګرام له مخې به د مسحقو كسانو مالي مرستې له مائيكرو فنانس انوسټمنټ كمپني جوړولې شي

اسلام آباد 28 اپرېل(اے پي پي) د غربت خاتمې پروګرام له مخې د مسحقو كسانو مالي مرستې لپاره مائيكرو فنانس انوسټمنټ كمپني جوړولو لپاره لوظنامه شوې ٬ كمپني به د جولائي وړومبۍ نيټې څخه كار پېل كړي۔ په دې لړ كښې د پاکستان، المان او د برتانيې ادارو ترمېنځه د تفاهم په يادښتونو لاسليك شوے۔ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار او د اقتصادي چارو ډويژن سېكتر طارق باجوہ هم په دستوره كښې موجود ٶ۔ په دې موقع وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار ووئيل د غربت خاتمې پروګرام له مخې به 3 اربه روپۍ خرڅ كولې شي دغسې د برتانيې پرمختيائي اداره به 15 لكه پاٶنډز او د المان كے اېف ډبليو بانك به 70 لكه يورو وركوي