د خېبر پښتونخوا جونئير سكواش چېمپئن شپ به د مئي په 2مه نېټه پېل كېږي

اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) د پاكستان سكواش فېډرېشن ترسيوري لاندې د خېبرپښتونخوا په مرسته د خېبر پښتونخوا جونئير سكواش چېمپئن شپ به د مئي په 2مه نېټه په پېښور كښې پېل كېږي چې پكښې به د ټول هېواد څخه لوبغاړي ګډون كوي۔ په چېمپئن شپ كښې به د انډر 11 ٬ انډر 13 ٬ انډر 15 او د انډر 17 لوبغاړي برخه اخيستې شيِ٬ چېمپئن شپ به د مئي تر 6مه نېټه جاري وي