اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نوازشریف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د خطاب نه پس پاكستان ته د راتګ نه وړاندې لندن ته ورسېدو۔ لندن كښې د پاكستان هائي كمشنر سيد ابن عباس او د سفارت نورو چارواكو د وزيراعظم هركلے وكړو۔ د لندن نه د ترلاسه شوې خبر پاڼې له مخې وزیراعظم لندن ته په رسېدو ميډيا سره خپلو خبرو كښې ووئيل چې مقبوضه …
مقبوضه کشمیر كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو نه مو نړۍ خبر كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نوازشریف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د خطاب نه پس پاكستان ته د راتګ نه وړاندې لندن ته ورسېدو۔ لندن كښې د پاكستان هائي كمشنر سيد ابن عباس او د سفارت نورو چارواكو د وزيراعظم هركلے وكړو۔ د لندن نه د ترلاسه شوې خبر پاڼې له مخې وزیراعظم لندن ته په رسېدو ميډيا سره خپلو خبرو كښې ووئيل چې مقبوضه کشمیر كښې په دې وروستيو كښې د شويو بشري حقونو خلاف ورزيو نه مو نړۍ خبر كړې ٬ او د كشميري اولس د هيلو له مخې مو د كشمير كشالې هوارولو لپاره په نړيوالو مشرانو زور رواړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب وزیراعظم ووئيل پاك چين اقتصادي لاره د هېواد او په خاص توګه د بلوچستان سماجي او اقتصادي پرمختګ له ډېره مهمه ده ٬ وزيراعظم د خپل حكومت د اقتصادي او سماجي خېر ښګړې د عزم پخلے وكړو ۔ وزيراعظم ووئيل چې د پاكستان اولس سوكالۍ له سياسي استحكام بنيادي شرط دے۔ د نيويارك دورې په مهال وزيراعظم د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وېنا سره سره د نړۍ مهمو هېوادونو مشرانو سره ملاقاتونه هم كړي او په دې موقع ئې دوې سره په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم خبرې اترې كړې۔ وزيراعظم محمد نواز شريف د خپلې دورې په مهال د سر بزنس اېګزېكټو سره هم ملاقاتونه كړي۔











