وزيراعظم محمد نواز شريف به د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې نړۍ د مقبوضه كشمير د صورتحال نه خبروي۔ د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر خان مركه

اسلام آباد17 ستمبر (اے پي پي) د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر خان وئيلي دي چې وزيراعظم محمد نواز شريف به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې نړۍ د مقبوضه كشمير د صورتحال نه خبروي٬ د مقبوضه كشمير صورتحال د ختيز تېمور نه هم خطرناك دے۔ تېره ورځ په خپله يوه مركه كښې ده ووئيل چې د كشميريانو قربانې به بې ځايه نه ځي٬ هند ته …

اسلام آباد17 ستمبر (اے پي پي) د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر خان وئيلي دي چې وزيراعظم محمد نواز شريف به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې نړۍ د مقبوضه كشمير د صورتحال نه خبروي٬ د مقبوضه كشمير صورتحال د ختيز تېمور نه هم خطرناك دے۔ تېره ورځ په خپله يوه مركه كښې ده ووئيل چې د كشميريانو قربانې به بې ځايه نه ځي٬ هند ته به د كشميريانو حق منل وي۔ ده ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سختې خلاف ورزې روانې دي٬ هند د لوي اختر په موقع كشميريانو ته د اختر د لمونځ ادا كولو اجازه هم ورنه كړه۔ ده ووئيل چې كشميريان خپل د خپلواكې حق غواړي۔

مزید خبریں