د پاكستان او وېسټ انډيز كركټ لوبډلې ترمېنځه د ټي ټونټي سېريز وړومبې مېچ به د ستمبر په 23مه نېټه كېږي

دوبئي 16 ستمبر(اے پي پي) د پاكستان او وېسټ انډيز ترمېنځه د ټي ټونټي سېريز وړومبې مېچ به د ستمبر په 23مه نېټه په دوبئي نړيوال كركټ سټډيم كښې كېږي۔ مېچ به د پاكستان په معياري وخت د شپې په 9 بجې پېل كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز دويم مېچ به د ستمبر په 24مه نېټه هم په دې لوبغالي كښې كېږي۔ دا مېچ به هم د پاكستان …

دوبئي 16 ستمبر(اے پي پي) د پاكستان او وېسټ انډيز ترمېنځه د ټي ټونټي سېريز وړومبې مېچ به د ستمبر په 23مه نېټه په دوبئي نړيوال كركټ سټډيم كښې كېږي۔ مېچ به د پاكستان په معياري وخت د شپې په 9 بجې پېل كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز دويم مېچ به د ستمبر په 24مه نېټه هم په دې لوبغالي كښې كېږي۔ دا مېچ به هم د پاكستان په وخت د شپې په 9 بجې پېل كېږي۔ د سېريز دريم او وروستې مېچ به د ستمبر په 27مه نېټه په شېخ زېد سټډيم ابوظهبي كښې كېږي۔ دا مېچ به هم د پاكستان په وخت د شپې په 9 بجې پېل كېږي۔ د دې سېريز نه پس به د دواړو لوبډلو ترمېنځه د دريو يو ورځنې مېچونو سېريز كېږي۔ وړومبې مېچ به د ستمبر په 30مه نېټه٬ دويم مېچ به د اكتوبر په 2مه نېټه او دريم مېچ به د اكتوبر په 5مه نېټه كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه به د دريو ټېسټ مېچونو سېريز هم كېږي۔ وړومبې مېچ به په 13م اكتوبر٬ دويم به په 21م اكتوبر او دريم مېچ به په 30 اكتوبر پېل كېږي۔

مزید خبریں