د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې به د كشمير كشاله په ښه ډول پورته كولې شي

مظفرآباد 16 ستمبر(اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې به د كشمير كشاله په ښه ډول پورته كولې شي٬ د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو سره د ملاقات په مهال به هم د كشمير په مسئله خبرې كولې شي٬ د کشمیري اولس د آزادۍ غورځنګ د طاقت د لارې نشي غلې كېدې٬ د آزادۍ د تحريك لمر به ارو مرو راخېژي۔ …

مظفرآباد 16 ستمبر(اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې به د كشمير كشاله په ښه ډول پورته كولې شي٬ د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو سره د ملاقات په مهال به هم د كشمير په مسئله خبرې كولې شي٬ د کشمیري اولس د آزادۍ غورځنګ د طاقت د لارې نشي غلې كېدې٬ د آزادۍ د تحريك لمر به ارو مرو راخېژي۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ په مظفر آباد كښې د حريت كنفرنس مشرانو سره د ملاقات په مهال وكړې۔ په دې موقع د آزاد کشمیر اولس مشر مسعود خان او وزیراعظم راجه فاروق حېدر هم موجود وو۔ وزیراعظم محمد نواز شریف ووئيل كشميريان د انصاف او د خپلواكۍ د حق خبره كوي او دا حق نړيوالې ورورولۍ منلې دے۔ ده ووئيل ملګري ملتونه دې د خپلو قراردادونو له مخې د خپلواكۍ د حق لوظ ترسره كړي ٬ پاکستان به د کشمیري اولس د خپلواكۍ د حق ملاتړ روان ساتي۔ وزیراعظم ووئيل تاریخ ګواہ دے چې د طاقت د لارې دا ډول تحريكونه نه دي غلې كړې شوي۔ ده ووئيل ظلم ختمېدونكې دې او حق به بريالې كېږي۔ وزیراعظم ووئيل مونږ به د کشمیریانو سفارتي ، اخلاقي او سیاسي مرسته روانه ساتو او د كشمير كشالې هواري له به په هر فورم غږ پورته كوٶ۔ حریت مشرانو د امريكې دورې نه وړاندې په باور كښې په اخستو د وزیراعظم مننه وكړه۔