په اسلام آباد كښې لوي ميوزيم جوړولو له دې په ترجيحي بنيادونو منصوبه بندي وكړې شي۔ د وزيراعظم سلاكار عرفان صديقي

اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) قامي تاريخ او ادبي ورثه ډويژن لپاره د وزيراعظم سلاكار عرفان صديقي ډيپارټمنټ آف آركيالوجي اېنډ ميوزيم ته په اسلام آباد كښې د لوي ميوزيم جوړولو لپاره په سمدستي توګه د منصوبه بندي كولو هدايت كړے۔ ده دا هدايت هم كړے چې قامي تاريخ او ادبي ورثه ډويژن او د ماتخت ادارو سركلرز او نور دفتري خط او كتابت دې په قامي ژبه كښې وكړې شي۔