د ترهه ګرو ملاتړ د نړيوال قوانينو خلاف ورزي ده۔د سوريې پارلماني سپيكر

دمشق 24 اپرېل (اے پي پي)د سوريې پارلماني سپيكر د اروپائي هېوادونو لخوا د ترهه ګرو ملاتړ كول د نړيوال قوانينو ښكاره خلاف ورزي ګرځولې۔د سركاري خبر رسنې ادارې سانا له مخې د يونان پارلمان يو پلاوي سره په خپلو خبرو كښې د سوريه سپيكر محمد جهاد اللحام ووئيل چې د اروپائي هېوادونو لخوا د ترهه ګرۍ ملاتړ د نړيوال قوانينو خلاف ورزي ده۔ده په اروپائي هېوادونو زور راوړو چې د ترهه ګرو په اړه په خپلو پالېسو نظر ثاني وكړي۔د سوريه پارلماني سپيكر په دې خبره زور راوړولو سره ووئيل چې پېرس او برسلز كښې ترهه ګرۍ ته هوا وركونكو ته د سعودي عرب او وهابي ادارو حمايت ترلاسه وو۔ده د ترهه ګرو په ضد د سوريه پوځ او د اتحاديانو كاميابۍ پلو اشاره كولو سره ووئيل چې دا كاميابي د ترهه كرۍ په ضد د اتحادي هېوادونو كاميابي شمېرلې كېږي۔ده په دې خبره زور راوړو چې د سوريه حكومت د ترهه ګرۍ په ضد جنګ سره سره د بحران په سياسي حل هم باور لري