د كمېشن په معامله اپوزيشن سياست كول غواړي٬اپوزيشن د”زه نه منلو”رويه خپله كړې هغوي ځكه څه هم نه مني چې د هغوي سياسي لارې بندېېږي٬زه باور لرم چې د عمران خان پشمول د مخالفې ډلې مشر كوم هم لارښود كميسون ټي او آرز نه دي لوستې٬هغوي دې اول ټي او آرز ولولي هر څه به ورته معلوم شي٬د كميسون په لار كښې هېڅ ډول خنډان نشته٬دا به خپلواكه كميسون وي۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد نجي ټي وي سره خبرې

اسلام آباد 23 اپریل (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد وئېلي دي چې د كمېشن په معامله اپوزيشن سياست كول غواړي٬اپوزيشن د”زه نه منلو”رويه خپله كړې هغوي ځكه څه هم نه مني د هغوي سياسي لارې بندېږي ٬زه باور لرم چې د عمران خان پشمول د مخالفې ډلې مشر كوم هم لارښود كميسون ټي او آرز نه دي لوستې٬هغوي دې اول ټي او آرز ولولي هر څه به ورته معلوم شي٬د كميسون په لار كښې هېڅ ډول خنډان نشته٬دا به خپلواكه كميسون وي۔د خالي په ورځ نجي چينل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل چې د كميسون په حقله چې كوم خط ليكلې شوې او كوم ټرم آف ريفرنس چې تيار كړی شوي په هغې كښې شق(اے)دې كوم كښې چې ليكلې شوي چې كميسون كوم هم ټېكس پوهه چارټر اكاؤنټنټ يا كوم بل پوهه رابللو سره د معاونت ترلاسه كولو پوره پوره اختيار لري۔ده ووئيل دا كميسون په بشپړه توګه خپلواكه دې۔وفاقي حكومت او صوبائي حكومتونه بايد دې كميسون سره مرسته وكړي٬ټول حكومتونه په دې لړ كښې د مرستې كولو پابند دي۔ده ووئيل جوډيشل كميسون كه فرانزك تصديق كول وغواړي نو د هغوي مرضي ده۔كميسون په دې اړه هم خپلواكه دې او كه د دې دستاويزات تصديق كول وغواړي نو كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل پلټنو لپاره كميسون ته هغه ټول اختيارات وركړی شوي كوم چې د نړۍ ټول عدالتونه لري۔سناتور پروېز رشيد ووئيل ټرم آف ريفرنس كښې ښكاره ليكلې شوي چې كميسون كوم هم پوهه رابللې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل اپوزيشن په اصل كښې پلټنې كول نه غواړي ځكه چې هغوي ته وړومبۍ ورځې نه دا معلومه ده چې زمونږ لمن پاكه ده۔اپوزيشن په دې معامله يوازې سياست كول غواړي۔ده ووئيل مونږ د كميسون جوړولو واك سترې محكمې له وركړې چې هغوي په خپله كميسون جوړ كړي۔ده ووئيل د كميسون جوړولو په حقله د اپوزيشن سره د مشاورت په اړه د پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل اپوزيشن د”زه نه منلو”رويه خپله كړې ځكه هغوي څه هم نه مني۔ده ووئيل مونږ د اپوزيشن لارښودو سره ملاقاتونه كولو سره هغوي سره مشاورت كړی او په ټولو چارو خبرې اترې شوې دي۔وفاقي وزير ووئيل اوس مونږ د هغوي څخه يوه پوښتنه كوو چې هغوي دا په ګوته كړي چې په دې كښې د څه څيز كمې دې دغسې چې مونږ د هغې ځواب وركړو۔د اپوزيشن لويه غوښتنه دا وه چې بايد كميسون د سترې محكمې په قاضي مشتمل وي۔ده ووئيل مونږ خپل ځان احتساب له وړاندې كړې كوم تورونه چې دريو كلونو راهيسې لګولې كېږي مونږ هغه ټول پي او آرز كښې شامل كړي اوس بايد هغوي د كميسون سره مرسته وكړي دغسې چې د غلو سره احتساب وكړې شي۔