حكومت به تر 2018 آخر د اقتصادي پرمختګ 7 فيصده هدف ترلاسه كړي٬تېرو دريو كلونو په مهال د ټېكس وصولو كښې 56 فيصده رېكارډ زياتوالې شوې٬ګرځينده قرضې به سږ كال تر جولائي ختم شي٬هېواد كښې د توان حاجت پوره كولو له 25 زره مېګاواټ پروژې د بشپړېدو په بېل پړاؤنو كښې دي٬دغسې تر مارچ 2018 به قامي ګرډ كښې لس زره مېګاواټ برېښنا شامل كړې شي٬د نړۍ نوموړو 22 نړيوالو ادارو د پاكستان ميكرو اقتصادي استحكام ستائلې۔د خزانې وزير اسحاق ډار پري بجټ كنفرنس ته خطاب

اسلام آباد 23 اپریل (اے پی پی) حكومت به تر 2018 آخر د اقتصادي پرمختګ 7 فيصده هدف ترلاسه كړي٬تېرو دريو كلونو په مهال د ټېكس وصولو كښې 56 فيصده رېكارډ زياتوالې شوې٬ګرځينده قرضې به سږ كال تر جولائي ختم شي٬هېواد كښې د توان حاجت پوره كولو له 25 زره مېګاواټ پروژې د بشپړېدو په بېل پړاؤنو كښې دي٬دغسې تر مارچ 2018 به قامي ګرډ كښې لس زره مېګاواټ برېښنا شامل كړې شي٬د نړۍ نوموړو 22 نړيوالو ادارو د پاكستان ميكرو اقتصادي استحكام ستائلې۔د خالي په ورځ د جنګ د سيوري لاندې پري بجټ كنفرنس ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير اسحاق ډار ووئيل 2013 كښې چې كله د(ن)ليګ حكومت اقتدار كښې راغلو نو هېواد په اقتصادي توګه ديواليا كېدو ته نزدې وو خو د تېرو دريو كلونو په مهال بېلو څانګو كښې اصلاحات وكړی شي چې له امله يې د هېواد معيشت په صحيح پلو روان شوې٬نن قام ته د وزيراعظم محمد نواز شريف د پريكړو خواږه ترلاسه كېږي٬تېرو دوو كلونو كښې ګرانۍ 8.6 فيصد څخه كمولو سره تېر كال 4.5 فيصده ته راوستلې شوي دغسې سږ كال به 4 فيصد ته راوستلې شي۔د توان په حقله اسحاق ډار ووئيل تر مارچ 2018 به سسټم كښې لس زره مېګاواټه برېښنا شامل كړی شي۔ده ووئيل حكومت هېواد كښې د روزګار موقعو زياتولو له د انفراسټركچر٬صنعت او نورو څانګو پرمختګ ته پام لرنه كوي٬ده ووئيل پاكستان كښې د پرمختګ صلاحيت شته او ډېر زر به په اقتصادي لحاظ د پاكستان شمېره د نړۍ 18 غوره معيشتونو كښې وشي۔ده ووئيل پھ تېر وختونو كښې د دهرنو له امله د هېواد معيشت ته زيان رسېدلې۔د پاناما ليكس پھ حقله ده ووئيل وزيراعظم د لندن څخه په راستنېدو ستر قاضي ته خط ليكلې بايد دا معامله په ستره محكمه پرېښودلې شي۔ده ووئيل مونږ د كراچۍ رڼا ګانې بحال كړي او په كراچۍ كښې ژوند د معمول ترمخه دې۔قبائېلي سيمو كښې د ترهه ګرۍ په ضد ضرب عضب عمليات كاميابۍ سره روان دي۔ده ووئيل د عملياتو په نتيجه كښې ګڼ شمېر كسان بې كوره شوي٬د هغوي بحالۍ او ستنېدو له 1.9 ارب ډالر ته اړتيا ده۔ده ووئيل آئي اېم اېف نړيوال بانك او آسيائي بانك پشمول 22 نړيوالو ادارو د پاكستان معيشت كښې پېشرفت منلو سره ستائلې۔ده ووئيل تېرو څو كلونو په مهال ترسيلات زر كښې 17 فيصده زياتوالې رېكارډ كړې شوې٬برآمدات كښې ښه والي له نوې تجارتي پالېسي اعلان كړې شوې۔ده ووئيل په لويه توګه د اقتصادي استحكام په سوب چين مونږ له د 46 اربه ډالره پېكج راكړې