کراچۍ 11 اګست (اے پي پي) د كركټ نوموړې اتل لټل ماسټر حنیف محمد د كېنسر رنځ په سوب په حق رسېدلے٬ ھغه د څه مودې راهسې د كراچۍ په نجي روغتون كښې بستر ٶ۔ د كركټ په دنيا كښې لټل ماسټر نومېدو په كال 1934 كښې په جونا ګړھ هند كښې زېږېدلې ٶ او د نړيوال كېئر پېل ئې په 1952 كښې كړې ؤ۔ د پاكستان كركټ ودې له …
لټل ماسټر حنیف محمد په حق ورسېد

مزید خبریں
کراچۍ 11 اګست (اے پي پي) د كركټ نوموړې اتل لټل ماسټر حنیف محمد د كېنسر رنځ په سوب په حق رسېدلے٬ ھغه د څه مودې راهسې د كراچۍ په نجي روغتون كښې بستر ٶ۔ د كركټ په دنيا كښې لټل ماسټر نومېدو په كال 1934 كښې په جونا ګړھ هند كښې زېږېدلې ٶ او د نړيوال كېئر پېل ئې په 1952 كښې كړې ؤ۔ د پاكستان كركټ ودې له د ھغه خدمات د هېرولو نه دي۔ ھغه د پاكستان لخوا ټرپل سېنچري كوٶنكې وړومبنې بېټسمېن ٶ او 55 ټېسټ مېچونو كښې يې د پاكستان نمائندګي كړې وه او د 43.98 په اوسط سره يې 3915 رنزونه جوړ كړي۔ حنیف محمد په نړيوال كركټ كښې 12 سنچرۍ او 15 ففټۍ سكور كړې او په يو اننګز كښې تر ټولو زيات 337 رنزونه يې هم جوړ كړي۔






