کوئټه بمې چاٶدنه كښې د هند خفيه اېجنسي “را” لاس دے٬د بريد كولو د وړاندې نه پلاننګ شوې ؤ

کوئټه 08 اګست (اے پي پي)د بلوچستان وزیراعلیٰ نواب ثناء اللہ خان زهري وئيلي دي کوئټه بمې چاٶدنه كښې د هند خفيه اېجنسي “را” لاس دے٬د بريد د وړاندې نه منصوبه بندي شوې وه ٬ ترهه ګر به خپل انجام ته رسولې شي٬ د سي پېك او نورو چارو په سوب حالات خرابۍ پلو بوتللو له سازشونه روان دي٬ زمونږ حوصلۍ اوچتې دي۔د ګل په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې نواب ثناء اللہ خان زهري وئيلي دي د پېښې نه پس سول روغتون كوئټه ٬ بي اېم سي او د سي اېم اېچ پشمول ټولو سركاري روغتونونو كښې بېړنۍ حالت نافذ كړې شوې او د ژوبل شويو غوره درملنې له امر شوې ٬ ده ووئېل ښار كښې امنيت لا ټېنګ كړې شوې ۔ ده ووئيل وكيلان او روغتون په نښه كول د دې خبرې دليل دے چې ترهه ګر په تخښته دي۔ ده ووئيل د ابتدائي اطلاعات له مخې چاٶدنه ځانمرګي وه ۔ده ووئيل قانون نافذ كوٶنكو ادارو پلټنې پېل كړې او ډېر زر به ټول حقيقت رامخې ته كړې شي ۔ وزیراعلیٰ ووئيل د بمي چاٶدنې نه پس د بلوچستان حكومت د لوړې كچې غونډه رابللې ده