افغانستان كښې د تشدد پېښو په نتيجه كښې 10 پوځي اهلكار ووژل شول۔ ننګرهار كښې د فضائي كاروائۍ په مهال د داعش 6 جنګيالو وژلو ادعا ۔ لغمان كښې د افغان ځائي پوليس كمانډر ووژلے شو

کابل ۔ 7 اګست (اے پی پی) افغانستان كښې د تشدد پېښو په نتيجه كښې 10 پوځي اهلكار وژلې شوي دي۔ ننګرهار كښې د فضائي كاروائۍ په مهال د داعش 6 جنګيالو وژلو ادعا شوې۔ لغمان كښې ترهګرو سره يوه نښته كښې د افغان ځائي پوليس كمانډر وژلے شوے۔ د افغان میډیا ترمخه كابل كښې د افغان دفاع وزارت لخوا جاري كړې شوي بيان كښې وئيلي شوي چې تېره ورځ د هېواد په بېلو سيمو كښې د ترهګرۍ مخنيوي كاروائيو كښې 10 امنيتي اهلكار وژلې شوي دي۔ دا كاروائۍ په ھلمند، خوست، ننګرھار، غزنی، کنړ، لوګر، ارزګان، او فرح صوبو كښې شوې۔ بيان كښې وئيلي شوي چې د دې كاروائيو په مهال يو شمېر ترهه ګر هم وژلې شوي دي۔ ننګرهار صوبه كښې د فضائي كاروائۍ په مهال د داعش6 جنګيالي وژلې شوي دي۔