د پاكستان سپورټس بورډ تر سيوري لاندې د آزادې د جش د لوبو مقابلې به د اګست په 12مه نېټه پېل كېږي

اسلام آباد 05 اگست (اے پي پي) د پاكستان سپورټس بورډ تر سيوري لاندې د آزادې د جش د لوبو مقابلې به د اګست په 12مه نېټه پېل كېږي۔ د پاكستان سپورټس بورډ دوهم ډائرېكټر جنرل آغا امجدالله له مخې په دې مقابلو كښې كبډي٬ فټ بال او هاكي شامل دي۔ د هاكې مېچ به د اګست په 12مه نېټه په نصير بنده هاكي سټېډيم٬ د فټ بال مېچ به د اګست په 13مه نېټه په جناح سټېډيم او د كبډې مقابلې به د اګست په 14مه نېټه په جناح سټېډيم كښې كولې شي۔ ده ووئيل چې د مقابلو په لړ كښې چمتو والې نيول كېږي۔