اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) جامشورو كښې ټرافيكي پېښه كښې 12 مسافر مړه او 40 ژوبل شوي دي۔ د پي ټي وي راپور له مخې د سندھ په جامشورو سيمه كښې په سېهون روډ د مسافرو يو ګاډې ټرك سره ټكر شوے چې په نتيجه كښې ئې 12 مسافر په ټكي مړه او 40 ژوبل شوي۔ د ريسكيو ذريعو له مخې ژوبل شوي كسان لياقت روغتون ته رسولې …
په جامشورو ټرافيكي پېښه كښې 12 مسافر مړه او 40 ژوبل شول
اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) جامشورو كښې ټرافيكي پېښه كښې 12 مسافر مړه او 40 ژوبل شوي دي۔ د پي ټي وي راپور له مخې د سندھ په جامشورو سيمه كښې په سېهون روډ د مسافرو يو ګاډې ټرك سره ټكر شوے چې په نتيجه كښې ئې 12 مسافر په ټكي مړه او 40 ژوبل شوي۔ د ريسكيو ذريعو له مخې ژوبل شوي كسان لياقت روغتون ته رسولې شوي دي۔ په ژوبل شويو كسانو كښې مېرمنې او ماشومانې هم شاملې دي۔ د پوليس له مخې دا ګاډې د ډېره اسماعيل خان نه كراچې ته روان و۔










