اسلام آباد۔8جون(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د سمندرونو د نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې د سمندری ماحولیاتی نظام په تحفظ ، د وسائلو په غوره ډول كارولو او د ماحولیاتی شعور ودې په اهميت زور راوړے دے۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل سمندر د بشري ژوند ، ماحولیاتی توازن، غذائی تحفظ او معاشی پرمختګ بنيادي سرچينه ده ، له دې كبله د دې …
سمندر د بشري ژوند ، ماحولیاتی توازن، غذائی تحفظ او معاشی پرمختګ بنيادي سرچينه ده: د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني
اسلام آباد۔8جون(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د سمندرونو د نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې د سمندری ماحولیاتی نظام په تحفظ ، د وسائلو په غوره ډول كارولو او د ماحولیاتی شعور ودې په اهميت زور راوړے دے۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل سمندر د بشري ژوند ، ماحولیاتی توازن، غذائی تحفظ او معاشی پرمختګ بنيادي سرچينه ده ، له دې كبله د دې تحفظ او په غوره ډول كارولو له په قومي او نړيواله كچه مؤثر اقدامات ضروري دي۔ ده ووئيل سږ كال د سمندرونو نړيوالې ورځې سرخط “Reimagine” مونږ ته دا خبره يادوي چې مونږ د سمندري وسائلو تحفظ او ددې مسؤولانه استعمال لپاره خپلو حكمت عملو ته يو وارې بيا كتنه وكړو۔









