ګورنر فېصل كريم كنډي په شمالي وزيرستان كښې په كامياب آپريشن امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې

  اسلام آباد 08 جون (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي په شمالي وزيرستان كښې په كامياب آپريشن امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ د ګل په ورځ ګورنر آفس اسلام آباد څخه جاري شي بيان كښې ګورنر وئېلي چې ميران شاه كښې په كامياب انټيلي جنس بېسډ كاروائيو كولو امنيتي ځواكونو ته مباركي وركوو۔ ده ووئيل په تېرو 72 ساعتونو كښې د فتنة الهندوستان 27 ترهه …

 

اسلام آباد 08 جون (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي په شمالي وزيرستان كښې په كامياب آپريشن امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ د ګل په ورځ ګورنر آفس اسلام آباد څخه جاري شي بيان كښې ګورنر وئېلي چې ميران شاه كښې په كامياب انټيلي جنس بېسډ كاروائيو كولو امنيتي ځواكونو ته مباركي وركوو۔ ده ووئيل په تېرو 72 ساعتونو كښې د فتنة الهندوستان 27 ترهه ګر وژل لويه كاميابي ده كومه چې امن بحالولو له زياته مهه ده۔ ده ووئيل خېبرپښتونخوا په خاص توګه د ضم شويو ضلعو اولس د ترهه ګرۍ خلاف ځانګړې قربانۍ وركړې دي۔ د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل چې امنيتي ځواكونه ٬ قانون نافذ كونكو ادارې او اولس د ترهه ګرۍ بشپړه خاتمې لپاره يو موټې دي۔ ده د دے عزم پخلے وكړو چې د وفاقي حكومت د وژن او قومي ايكشن پلان له مخې د روان”عزم استحكام”كمپائن د لارې به د ترهه ګرۍ ناسور ختمولے شي۔

مزید خبریں