د صوبو تر مينځه ون ډے كركټ كپ (نن) فېصل آباد كښې پېل كېږي

اسلام آباد 18 اپرېل(اے پي پي ) د پاکستان سپر لیګ غوندې د صوبو تر مينځه ون ډے كركټ جام (نن) د نهې په ورځ فېصل آباد كښې پېل كېږي كوم به چې تر مئي وړومبۍ نيټې دوام لري۔د پي سي بي چارواكو له مخې د مېدان ښكلا سره سره ټول انتظاماتو ته حتمي شكل وركړے شوے۔د فېصل آباد مېدان ټول 9 پچونه لري چې پكښې 5 لوبې لپاره جوړ كړې شوي۔د اپرېل په 19مه نيټه به وړومبے مېچ د پنجاب او بلوچستان ترمېنځه كېږي دغسې د خېبر پښتونخوا او اسلام آباد لوبډلې به په 20م اپرېل يو بل ته مخامخ كېږي۔د اپرېل په 21مه نيټه به سندھ او بلوچستان ترمېنځه سيالي وي۔چارواكو له مخې د پنجاب او خېبرپښتونخوا لوبډلې به په 22م اپرېل يو بل ته مخامخ كېږي٬ په 23م اپرېل به د سندھ اواسلام آباد ٬ په 24 اپرېل به د خېبر پښتونخوا او بلوچستان ٬ د پنجاب او اسلام آباد ترمېنځه به د اپرېل په 25مه نيټه مقابلې كېږي۔