ياسر شاه د ټېسټ كركټ په تاريخ كښې په 13 مېچونو كښې زياتې وكټې ترلاسه كولو سره نړيوال ريكارډ جوړ كړو

لارډز ۔ 16 جولائی (اے پی پی) د پاكستان كركټ لوبډلې نوموړي سپنر ياسر شاه د 139 كلن ټېسټ كركټ په تاريخ كښې د اولنو 13 مېچونو په 24 اننګز كښې زياتې وكټې ترلاسه كولو سره نوې نړيوال ريكارډ جوړ كړے۔ ياسر شاه د انګلېنډ په ضد د روان لارډز ټېسټ په اولني اننګز كښې 6 وكټونه اخستلو سره د چارلي ټرنر ريكارډ مات كړے۔ ټرنر دومره مېچونو كښې 81 وكټې ترلاسه كړې وې۔