مصباح الحق لارډز ټېسټ كښې سل رنز وكړل او د تنقيد كوٶنكې خلې ئې بندې كړې۔ صادق محمد

لاهور 15 جولائي (اے پي پي)د ټېسټ كركټ پخواني لوبغاړي صادق محمد او آل راٶنډر رانا نوید الحسن وئيلي دي د قامي كركټ لوبډلې كپتان مصباح الحق لارډز ټېسټ كښې سل منډې كولو سره د تنقيد كوٶنكو خلې بندې كړې دي ۔د جمعې په ورځ خپلو جلا جلا بيانونو كښې دواړو ووئيل بايد بېټسمېنان د مصباح لوبې نه زده كړه وكړي۔ رانا نوید الحسن د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل پي سي بي له هېواد كښې د نړيوال كركټ بحالۍ لپاره هلې ځلې روانې ساتل پكار دي۔ده ووئيل د پي اېس اېل انتظاميې لخوا د پاكستان سپر ليګ فائنل په لارهو كښې د كولو سوچ مثبت دے