پاکستان د امریکې اتحادي هېواد دے٬ په لويديزه پوله د پاكستان يو لك 60 زره عسكر د ترهه ګرو په ضد كاروائۍ كوي٬ د ترهه ګرو په ضد كاروائيو كښې پاكستان ته ډېر زيان رسېدلې٬ په زرګونو وګړي وژلې شوي۔د امريكې د خارجه وزير د سېټېټ كمېټۍ په وړاندې پاكستان ته د اېف -16 الوتكو وركولو دفاع

واشنګټن 24 فروري (اے پي پي)د امریکې خارجه وزیر جان کېري په پاکستان د اېف 16 جنګي الوتكو خرڅولو دفاع كولو سره وئيلې دې پاکستان د امریکې اتحادي هېواد دے٬ په لويديزه پوله د پاكستان يو لك 60 زره عسكر د ترهه ګرو په ضد بې امتيازه كاروائۍ كوي٬ د ترهه ګرو په ضد كاروائيو كښې پاكستان ته ډېر زيان رسېدلے٬ په زرګونو وګړي وژلې شوي۔د امريكې ميډيا له مخې دا خبرې خارجه وزير جان كېرې تېره ورځ د سېټېټ د خارجه چارو كمېټۍ غونډې په مهال د پوښتنو په ځواب كښې كړې۔ د کمېټۍ چیئرمېن سناتور باب کروکر لخوا د ترهه ګرو په ضد د پاكستان هلو ځلو د پوښتنې چې پاكستان كښې اوس هم د ترهه ګرو ژالې شته او ھغوې د افغانستان استحكام لپاره د امريكائې پوځ لپاره خطر دې او زه د اوباما انتظاميې په حېث د امريكائي اولس پېسه به خرڅ كولو له ورنه كړم په ځواب كښې جان كېرې ووئيل د پاكستان يو لك 60 زره عسكر د ترهه ګرو په ضد بې امتيازه كاروائۍ كوي٬ د ترهه ګرو په ضد كاروائيو كښې پاكستان ته ډېر زيان رسېدلې٬ په زرګونو وګړي وژلې شوي۔ده ووئيل د سناتور كروكر تحفظاتو نه خبر يم دا يوه پېچلې معامله ده او زه په دې فورم په دې خبرې نشم كولې۔ د يادونې وړ ده په روانه مياشت د اوباما انتظاميې د 70 كروړه ډالرو ماليت 8 اېف 16 الوتكې او نور پوځي سامان په پاكستان د خرڅولو اعلان كړے او امريكائي كانګرېس سره د دې سودا توثيق لپاره 30 ورځ وركړې شوې دي۔