د صوبې په وسایلو به چا له د ډاكې اچولو اجازه ورنكړو ، د سرو زرو د کېندلو ټولو فعالیتونو ځنډولو اعلان کوم: ګورنر فېصل كريم كنډي

پېښور ۔ 14 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم  كنډي وئيلي دي په صوبه كښې امن په ځاې كول او اولس ته تحفظ وركول زمونږ  تر ټولو لومړۍ ترجيح ده٬ د صوبې په وسایلو به چا له د ډاكې اچولو اجازه ورنكړو ، په تېرو 13 كلونو كښې د صوبې وسائلو لوټ كړې شول ٬ د صوبې وسائل چرته هم نه دي روان۔ ددې خيالاتو څرګندونه …

پېښور ۔ 14 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم  كنډي وئيلي دي په صوبه كښې امن په ځاې كول او اولس ته تحفظ وركول زمونږ  تر ټولو لومړۍ ترجيح ده٬ د صوبې په وسایلو به چا له د ډاكې اچولو اجازه ورنكړو ، په تېرو 13 كلونو كښې د صوبې وسائلو لوټ كړې شول ٬ د صوبې وسائل چرته هم نه دي روان۔ ددې خيالاتو څرګندونه هغه د خالي په ورځ د معدنياتو سلاكار ډاكټر سرفراز علي ٬ چېف سېكرټري فخر عالم عرفان او آئي پوليس ذوالفقار حميد سره د كوهاټ پېښې او غېر قانوني مائننګ سره اړوند خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ګورنر ووئيل په صوبه كښې د ګورننس نظام ښه كولو له مؤثر اقدامات كولې شي۔ صوبه كښې امن په ځاې كولو او  اولس ته تحفظ وركول لومړۍ ترجيح ده۔ ګورنر ووئيل اسلام آباد كښې شوي پاکستان منرلز انوسمنټ فورم 2026 كښې ګردې نړۍ څخه پلاويو ګډون وكړو او په دې كښې د ټولو صوبو نمائندګي موجود وه۔ د فورم په كولو فیلډ مارشل او وزیراعظم ته پېرزوئنې وړاندې كوم۔ ده ووئيل د اولس په حقونو د ډاكا اچونكو احتساب به كولې شي۔ ده ووئيل د كوهاټ پېښه كښې 10 امنيتي اهلكار شهيدان شول۔ ده ووئيل د غېر قانونی ګولډ مائننګ خلاف آپرېشن كولو څخه وروستو فتنة الخوارج بريد وكړو۔ ده ووئيل په بريدونو كښې ككړ ټول عناصر به قانون سره مخ كولې شي۔ ده ووئيل د كارروايۍ په مهال د فتنة الخوارج 18 ترهګر ووژل شول۔ ده ووئيل په كوهاټ كښې د 4 ارب 29 کروړه روپو ماليت غېر قانوني مائننګ روان و۔ دې څخه ترلاسه كېدونكې رقم به افغانستان ته منتقل كېدو كوم به چې پاكستان مخالف فعاليتونو او ترهګرۍ كښې كارولې كېد۔ ده ووئيل د تېر صوبائي حكومت او طالبان ترمينځه جوړه جاړه وه۔ هره مياشت به 90 كلوګرام سره زر راوېستلې شو۔ د غېر قانوني مائنګ ملاتړ كونكو كښی 12 سياسي شخصيات شامل دي په هغوي كښې د معزول كړې شوي وزيراعلی ورور نويد آفريدې هم شامل دې۔ ده ووئيل د سرو زرو د کېندلو ټولو فعالیتونو ځنډولو اعلان کوم٬ د خلاف ورزي كونكو مائننګ لپاره كارول كېدونكې ټوله مشينري به ضط كولې شي۔ ده ووئيل ټول غلط عناصر بايد خپله قبله سمه كړي ګني په ضد به يۍ كارروائي كولې شي۔ زمونږ د وسائلو زمونږ په ضد د كارول كېدو لړۍ اوس ختمه شوې ده۔

مزید خبریں