اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د ذيابيطس رنځ موثره مخنيوي لپاره اولسي خبرتيا، په وخت تشخيص او تر معياري طبي سهولتونو رسنه باوري كولو په ضرورت زور راوړلو سره وئيلي چي احتياطي تدبيرونه او په وخت درملنه د اولسي صحت تحفظ لپاره ډېر اهم دي٬ د ذيابيطس نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې ده وويل چې ذيابيطس اولسي صحت لپاره …
د ذيابيطس رنځ موثره مخنيوي لپاره اولسي خبرتيا، په وخت تشخيص او تر معياري طبي سهولتونو رسنه باوري كولو ته اړتيا ده: سيد يوسف رضا ګيلاني

مزید خبریں
اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د ذيابيطس رنځ موثره مخنيوي لپاره اولسي خبرتيا، په وخت تشخيص او تر معياري طبي سهولتونو رسنه باوري كولو په ضرورت زور راوړلو سره وئيلي چي احتياطي تدبيرونه او په وخت درملنه د اولسي صحت تحفظ لپاره ډېر اهم دي٬ د ذيابيطس نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې ده وويل چې ذيابيطس اولسي صحت لپاره د لوي چېلنج صورت اختيار كړے دے د كوم مخنيوي لپاره چې حكومتي ادارې، طبي پوهان، سول سوسائټي او اولس له به مشتركه هڅې كول وي۔ ده د ذيابيطس په خطرو او پيچلتياٶ كښې كمي لپاره صحت مند ژوند خپلول، د متوازن غذا استعمال، باقاعده جسماني ورزش او د معمول طبي معائنې په اهميت زور راوړو۔ ده طبي سهولتونه لا ښه كولو، د اولسي خبرتيا كمپائنونو ته پراختيا وركول او په خاص توګه د معاشرې كمزور طبقتو لپاره د ذيابيطس تشخيص، علاج او ضروري داروګان په ارزانه او آسانۍ سره وركول باوري كولو لپاره زور راوړو۔ ده د دې عزم پخلې وكړو چې احتياطي د طبي سهولتونو او د صحت عامه په اړه خبرتيا كښې سرمايه كاري يو صحت مند، مضبوط او د خوشحال پاكستان جوړولو لپاره ضروري دے.











