وفاقي وزير محسن نقوي ډرون بريد كښې شهيد شوي مېجر عمر منهاس ناصر او شهيد حولدار عدنان خان ته پېرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد۔14نومبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په بلوچستان كښې د فتنة الهندوستان ترهګرو ډرون بريد كښې شهيد شوي مېجر عمر منهاس ناصر او شهيد حولدار عدنان خان ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د خالي په ورځ خپل بيان كښی وفاقي وزير د شهید مېجر عمر منهاس ناصر او شهید حولدار عدنان خان كورنيو سره د زړه له كومي غمرازي ښكاره كړه۔ محسن نقوی ووئيل …

اسلام آباد۔14نومبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په بلوچستان كښې د فتنة الهندوستان ترهګرو ډرون بريد كښې شهيد شوي مېجر عمر منهاس ناصر او شهيد حولدار عدنان خان ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د خالي په ورځ خپل بيان كښی وفاقي وزير د شهید مېجر عمر منهاس ناصر او شهید حولدار عدنان خان كورنيو سره د زړه له كومي غمرازي ښكاره كړه۔ محسن نقوی ووئيل مېجر منهاس ناصر او حولدار عدنان خان د فرض ادا كولو په مهال د شهادت لوړه مرتبه ترلاسه كړه۔ هغه ووئيل زمونږ د شهيدانو د وينې يوه يوه قطره د وطن د تحفظ ضمانت دے ٬ شهيدان به ټول عمري له زمونږ په زړونو كښې ژوند كوي۔ وفاقی وزیر د ځانمرګې بريد كونكي په شمول د 8 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو د پېشه ورو صلاحيتونو ستائنه وكړه۔

مزید خبریں