وزيراعظم د بلوچستان په كولپور ٬ كردګاپ او نوشكي سيمو كښې د فتنة الهندوستان خلاف په كامياب انټېلي جنس بېسډ آپرېشنز امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

لاهور۔14نومبر  (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د بلوچستان په كولپور ٬ كردګاپ او نوشكي سيمو كښې د فتنة الهندوستان خلاف په كامياب انټېلي جنس بېسډ آپرېشنز امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د دې مؤثر كارروائيو په نتيجه كښی د يو ځانمرګي په شمول 8 ترهګر وژل شوي او زيات مقدار وسله ترلاسه شوې ده۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم …

لاهور۔14نومبر  (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د بلوچستان په كولپور ٬ كردګاپ او نوشكي سيمو كښې د فتنة الهندوستان خلاف په كامياب انټېلي جنس بېسډ آپرېشنز امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د دې مؤثر كارروائيو په نتيجه كښی د يو ځانمرګي په شمول 8 ترهګر وژل شوي او زيات مقدار وسله ترلاسه شوې ده۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په كوئټه – تفتان قامي ستره لاره (اېن -40) د معمول ګزمې په مهال شهيد شوو مېړنو فرزندانو مېجر عمر منهاس ناصر او حوالدار اېم عدنان خان ته هم په درنو ټكو پېرزوئنې وړاندې كړې۔ هغه شهيدانو له د لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ وسله وال ځواكونه د دښمن د هرې ناپاكه منصوبې ناكامه كولو صلاحيت لري او په بهرنۍ سرپرستۍ كښې د روانې ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې به آپرېشنز بشپړ قوت سره روان ساتلې شي۔

مزید خبریں