اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی) د پاکستان، مصر، سعودی عرب، ترکیه، اردن، قطر، متحدہ عرب امارات، انډونیشیا، فلسطین، الجزائر، موریطانیه، سوډان، لیبیا، جبوتی، صومالی، لبنان او عمان خارجه وزيرانو په خان يونس كښې په ناصبر ميډيكل كمپلېكس د اسرائيلي فضائي بريد په سختو ټكو غندنه كړې ده ، د كوم په نتيجه كښې چې رنځوران او د طبې عملې ځينې كسان په حق رسېدلې او ژوبل شوي دي۔ دا بريد د …
د پاکستان، الجزائر، جبوتی، مصر، انډونیشیا، اردن، کویت، لبنان، لیبیا، موریطانیه، عمان، قطر، سعودی عرب، صومالیه، سوډان، ترکیه او متحدہ عرب امارات خارجه وزيرانو ګډ بيان ، د اسرائیلی فضائي بريدونو په سختو ټكو غندنه

مزید خبریں
اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی) د پاکستان، مصر، سعودی عرب، ترکیه، اردن، قطر، متحدہ عرب امارات، انډونیشیا، فلسطین، الجزائر، موریطانیه، سوډان، لیبیا، جبوتی، صومالی، لبنان او عمان خارجه وزيرانو په خان يونس كښې په ناصبر ميډيكل كمپلېكس د اسرائيلي فضائي بريد په سختو ټكو غندنه كړې ده ، د كوم په نتيجه كښې چې رنځوران او د طبې عملې ځينې كسان په حق رسېدلې او ژوبل شوي دي۔ دا بريد د نړيوال بشري قانون خلاف ورزي ده۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې خارجه وزيرانو په فلسطيني وګړو د اسرائيل د پرله پسې بريدونو غندنه وكړه د كومو د لارې چې د بې كوره كړې شوو كسانو خېمې او نور ځايونه هدف جوړولې شي۔ دا بريدونه جنګ بندۍ او غزه كښې امن او استحكام بحالولو له روانو هڅو ته زيان رسوي او دا د صدر ټرمپ بشپړه منصوبې سره هم مطابقت نه لري۔ خارجه وزيرانو په دې خبره ژوره اندېښنه ښكاره كړه چې د اسرائيل لخوا د مرستې او د استوګنې سامان په ترسيل بندېزونه د يخنۍ موسم راتللو سره غزه كښې انساني بحران لا سنګين كوي۔ د ناكافي آسانيو د لاسه د فلسطيني وګړو ژوند سخت خطر سره مخ شوې دې۔ دوئي په اسرائيل زور راوړو چې هغه دې د نړيوالې ورورولۍ او بورډ آف پيس لخوا مرسته كښې د زياتوالي غوښتنې ته پام وګرځوي او د شرم الشېخ لوظنامې ، د صدر ټرمپ بشپړه منصوبې او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قرارداد 2803 (2025) لاندې دې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔ اسرائیل بايد جنګ بندۍ براقر وساتي او د بشري مرستې پرله پسې ترسيل دې باوري كړي دغسې چې ځپليو سيمو ته د مرستې سامان په وخت ورسولې شي۔ خارجه وزيرانو ددې عزم پخلې وكړو چې هغوي به سيمه ييزو او نړيوالو همكارانو سره په ګډه جنګ بندي مستحكمولو ، د منصوبې په ټولو پړاونو عمل كولو او بشري مرسته زياتولو له په ګډه كار روان ساتي٬ دغسې چې د ورور فلسطيني اولس ستونزې كمې كړې شي۔











