اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د پاكستان او تركمانستان ترمينځه همكاري لا مستحكمولو كښې د بېن الحكومتي ګډ كېمسيون اهميت په ډاګه كولو سره اړوندو وزارتونو ته هدايت كړې دې چې د جے آئی سی د راروانې غونډې بامقصده او كوټلې نتيجې باوري كولو له دې نزدې رابطه كاري او بشپړه تياريانې باوري كړې شي۔ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له …
د اسحاق ډار په مشرۍ کښې بين الوزارتي غونډه؛ د پاکستان او ترکمانستان د ګډ کمېسيون د راروانې غونډې په تياريانو غور وشو

مزید خبریں
اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د پاكستان او تركمانستان ترمينځه همكاري لا مستحكمولو كښې د بېن الحكومتي ګډ كېمسيون اهميت په ډاګه كولو سره اړوندو وزارتونو ته هدايت كړې دې چې د جے آئی سی د راروانې غونډې بامقصده او كوټلې نتيجې باوري كولو له دې نزدې رابطه كاري او بشپړه تياريانې باوري كړې شي۔ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د نائب وزير اعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې بېن الوزارتي غونډه كښې د پاكستان او تركمانستان د ګډ كمېسيون (جے آئی سی) راورانې غونډې په تياريانو غور وكړې شو۔ نائب وزیراعظم به د تركمانستان خارجه وزير سره په ګډه د ګډ كمېسيون غونډې مشري كوي۔ په غونډه كښې په مجوزہ ایجنډا ٬ دوه اړخيزه لوظنامو او انتظامي چارو سره په اړوند تياريانو غور وكړې شو۔ په دې مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت ٬ توان ٬ سيمه ييز ترون ٬ آئي ټي ٬ ټېكسټئل ٬ صحت ٬ تعليم ٬ سېلګرۍ او كلتور په شمول په بېلو څانګو كښې همكارۍ ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع نائب وزيراعظم اړوندو وزارتونو ته هدايت وكړو چې د جے آئی سی د راروانې غونډې بامقصده او كوټلې نتيجې باوري كولو له دې نزدې رابطه كاري او بشپړه تياريانې باوري كړې شي۔ په غونډه كښې خارجه سېكرټري ٬ د اقتصادي چارو ډويژن سېكرټري ٬ په تركمانستان كښې د پاكستان سفير او د خارجه وزارت په شمول د نورو وزارتونو مشرانو چارواكو ګډون وكړو۔










