پاكستان منرلز انوېسټمنټ فورم 2026ﺀ كښې 60 څخه د زياتو هېوادونو ګډون ٬ 13 لوظنامې ٬ د مفاهمت يادښتونه لاس ليك شول: د اطلاعاتو وفاقي وزير

اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منېر د پاکستان منرلز انوېسټمنټ فورم 2026ء د پايې دستوره كښې ګډون وكړو ، په فورم كښی 60 څخه د زياتو هېوادونو استازو برخه واخسته ۔ د خالي په ورځ په اېكس خپل پوسټ كښې وفاقي وزير ووئيل د فورم  په مهال سرمايه كارۍ سره اړوند مهم اعلانونه …

اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منېر د پاکستان منرلز انوېسټمنټ فورم 2026ء د پايې دستوره كښې ګډون وكړو ، په فورم كښی 60 څخه د زياتو هېوادونو استازو برخه واخسته ۔ د خالي په ورځ په اېكس خپل پوسټ كښې وفاقي وزير ووئيل د فورم  په مهال سرمايه كارۍ سره اړوند مهم اعلانونه وكړې شول او 13 لوظنامې او د مفاهمت يادښتونه لاس ليك كړې شول۔ په دې موقع د نېشنل منرلز ډېټا سېنټر او جی اېس پی جیو پورټل پرانسته هم وكړې شوه۔ عطاء  تارړ ووئيل دا پېشرفت د پاكستان معدنياتي صلاحيتونو څخه د بشپړه استفادې كولو او په هېواد كښې د معدني وسائلو مقامي كچې وېليو اېډيشن ودې پلو يو مهم قدم دے۔ده ووئيل كه پاك پروردګار ته منظور وي د پاكستان راتلونكې روښانه دې۔(

مزید خبریں