اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان معدني څانګو له د خام مال د برآمد كولو په ځائے په هېواد كښې پراسېسنګ او د مينوفيکچرنګ انډسټريز پلو په منتقلۍ زور راوړلو سره وئيلي دې د هېواد معدني دولت د هېواد دننه په زياتو معاشي موقعو بدلول پكار دي۔ د جمعې په ورځ د پاکستان منرلز انويسټمنټ فورم 2026 ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم …
د وزيراعظم د خام معدني وسائلو د برامدات په ځائے په هېواد كښې پراسېسنګ او د مينوفيکچرنګ انډسټريز پلو په منتقلۍ زور، معدني دولت د هېواد دننه په زياتو معاشي موقعو بدلول پكار دي۔ د شهباز شريف پاکستان منرلز انويسټمنټ فورم ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان معدني څانګو له د خام مال د برآمد كولو په ځائے په هېواد كښې پراسېسنګ او د مينوفيکچرنګ انډسټريز پلو په منتقلۍ زور راوړلو سره وئيلي دې د هېواد معدني دولت د هېواد دننه په زياتو معاشي موقعو بدلول پكار دي۔ د جمعې په ورځ د پاکستان منرلز انويسټمنټ فورم 2026 ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم خام معدنيات بهر هېوادونو ته د لېږلو روايت خاتمې لپاره د عزم پخلي كولو سره ووئيل پاکستان له به خپل ډاٶن سټريم صنعتونه مضبوطولو سره ويليو ايډيشن پلو پېشرفت كول وي۔ ده ووئيل د پاکستان قيمتي معدني وسائل په خام شکل كښې بهر هېوادونو ته د لېږلو باب تل لپاره بندول پكار دي۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې د هېواد معدني وسائل به په پاکستان كښې په بشپړه توګه پكار راوستلې شي۔ وزيراعظم د دې عزم څرګندونه وكړه چې ھغه ورځ لرې نه ده كله چې به د خام معدنيات برآمد په بشپړه توګه بند شي او د پاکستان قيمتي معدني وسائل به د هېواد د پرمختګ بنياد وګرځي۔ ده په غېر ملکي سرمايه كارو زور راوړو چې ھغوي دخپله سرمايه کاري يوازې تر معدنيات راوبستلو د محدود ساتلو په ځائے په پاکستان كښې د معدني پراسيسنګ او مينوفيکچرنګ سهولتونه جوړ كړي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې ريکوډك او د ټيتھيان کاپر بيلټ له د نورو منصوبو ريفائنريز، د سيمنټ پلانټس او کيبلز و کنډکټرز صنعتونو په جوړولو كښې كردار لوبول پكار دي۔ وزيراعظم په سرمايه کارو زور راوړو چې ھغوي معدنيات ګردې نړۍ ته د برآمد كولو نه وړاندې په پاکستان كښې کان کنې وګري ، پراسيسنګ او مصنوعات جوړ كړي۔ ده دا تګلاره نړيوالو سرمايه كارو سره منصفانه او په شريكو مفاداتو اډانه د شراکت دارۍ په اړه د حکومت وژن وګرځولو۔ وزيراعظم شهباز شريف د ريکوډك په پرمختګ رڼا اچولو سره ووئيل دا د نړۍ د پيتلو او سرو زرو د ټولو نه لويو غېر استعمال شوو پانګو كښې يوه ده چرته څخه چې په كال 2028ء كښې د پېداوار پېل كېدو هيله ده۔ ده زياته كړه چې دا منصوبه تر دوه دوه نيمو لسيزو ځنډ ښكار كېدو نه پس دمخ په وړاندې دعملي نفاذ پلو روانه ده۔ وزيراعظم ووئيل معدني وسائل په جوړولو او نيم جوړولو مصنوعات بدلولو سره به معاشي موقعې زياتې شي٬ ځائي صنعتونه به وده ومومي او دا خبره باوري كړې شي چې پاکستان خپل قدرتي دولت څخه زياتې ګټې ترلاسه كړي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې په کان کنۍ كښې كېدونكې سرمايه کاري په تل پاتې معاشي ترقۍ كښې بدلولو لپاره د ټيکنالوجۍ منتقلي، وظيفائي تربيې، ځائي سپلائرز او د هنرمند افرادي قوت ترقي لپاره ضروري ده٬ پ غېر ملکي سرمايه کارۍ كښې سهولت وركولو له د حكومت د عزم پخلي كولو سره وزيراعظم طريقه کار آسانولو، د بيورو کريټك خنډانو خاتمه او د سپېځلو پاليسو باوري كولو باور وركړو ۔ ده ووئيل پاکستان د معدني دولت غېر پراسيس شوو قدرتي وسائلو تر برآمد محدود پاتې كېدو په ځائې صنعتي ترقۍ، ځائي روزګار او د مشترکه خوشحالۍ محرك جوړول پكار دے۔ وزيراعظم د فورم په تابيا او د پاکستان د معدنيات او کان کنۍ څانګو ته ودبې وركولو لپاره فيلډ مارشل سيد عاصم منير، د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك او د ده د ډلې د هڅو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د دوي معاونت او عزم د پاکستان معدني وسائل د هېواد د معاشي وژن مرکزي برخې جوړولو او نړيوالو سرمايه كارو او مهمې اړوند ډلې په يو مشترکه پليټ فارم راجمع كولو له مرسته كړې۔











