اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرټري اشتفاق احمد خليل وئېلي دي ځوانان دې د مفكر پاكستان علامه اقبال (رح) افكار او پېغام پيژندلو سره خودي٬ محنت او عمل خپل شعار جوړ كړي ځكه چې د هېواد د سباؤن ذمه واري په ځوانانو راځي او هېواد د پرمختګ٬ سوكالۍ په لاره روانولو كښې د ځوانان مركزي كردار لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده …
ځوانان دې د مفكر پاكستان علامه اقبال (رح) افكار او پېغام پيژندلو سره خودي٬ محنت او عمل خپل شعار جوړ كړي٬ هېواد د پرمختګ٬ خوشحالۍ په لاره روانولو كښې د ځوانان مركزي كردار لري۔ د اطلاعات وفاقي سېكرټري اشفاق احمد خليل

مزید خبریں
اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرټري اشتفاق احمد خليل وئېلي دي ځوانان دې د مفكر پاكستان علامه اقبال (رح) افكار او پېغام پيژندلو سره خودي٬ محنت او عمل خپل شعار جوړ كړي ځكه چې د هېواد د سباؤن ذمه واري په ځوانانو راځي او هېواد د پرمختګ٬ سوكالۍ په لاره روانولو كښې د ځوانان مركزي كردار لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د اليكټرانك ميډيا اينډ پبليكيشن ډائرېكټوريټ (ډيمپ) سيوري لاندې د اقبال ورځ په مناسبت سره د پينټنګز نندارتون په موقع دستورې ته د وينا په مهال وكړه۔ده ووئيل چې علامه اقبال (رح) 100 كاله وړاندې چې كوم پیغام وركړے ؤ هغه بيا د پاكستان د جوړېدو بنياد جوړ شو په كوم چې ځوانان پوهيږي۔اشفاق احمد خليل ووئيل چې زمونږ تقريبا 60 فيصد آبادي په ځوانانو مشتمل ده او هېواد مخ په وړاندې بوتلل د ځوانانو په لاسونو كښې دې۔ده ووئيل زمونږ ځوانانو د هېواد جوړېدو كښې مهم كردار ترسره كړې او اوس د پرمختګ لپاره هم په هغوي ذمه وارۍ راځي۔ده د ډيمپ هڅو ذكر كولو سره ده ووئيل چې د اقبال ورځ په مناسبت سره يو منفرد دستوره وشوه۔داطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرټري ووئيل چې ډيمپ د علامه اقبال فكر او فلسفې ودې لپاره تيار كړے شوے دستاويزي فلم كښې د هغه د كلام ښكلے انتخاب كړې كوم چې د زدكونكي په جوړ شوې دستاويزي فلم كښې وړاندې كړی شوې٬ په فلم كښې د خودي درس ته خاص پام لرنه شوې او منتخب فوټيجز هم زړه راخښكونكي دې۔











