بيجنګ۔ 13 نومبر (اے پي پي) چين په امريكا تور لګولے دے چې هغه په چين د ټېكنالوچۍ ناكه بندۍ مسلط كولو په مقصد د اين ويډيا كمپنۍ د مشر د څارنګرۍ په تړاؤ بې بنسټه ادعاګانې بهانه كوي۔ د العربيه اردو تر مخه دا خبره د چين خارجه وزارت وياند ماوئنګ تېره ورځ پرېس كانفرنس كښې وكړه ۔ هغه ووئېل د چين په ټېكنالوجي كښې پرمختګ د خود …
امريكا د ټكېنالوجۍ د ناكه بندۍ لپاره د اين ويډيا د مشر معامله بهانه كوي ٬ چين

مزید خبریں
بيجنګ۔ 13 نومبر (اے پي پي) چين په امريكا تور لګولے دے چې هغه په چين د ټېكنالوچۍ ناكه بندۍ مسلط كولو په مقصد د اين ويډيا كمپنۍ د مشر د څارنګرۍ په تړاؤ بې بنسټه ادعاګانې بهانه كوي۔ د العربيه اردو تر مخه دا خبره د چين خارجه وزارت وياند ماوئنګ تېره ورځ پرېس كانفرنس كښې وكړه ۔ هغه ووئېل د چين په ټېكنالوجي كښې پرمختګ د خود مختارۍ جد او د ښكاره مرستې له امله ده۔ د امرېكې فريق له پكار دي چې هغه د ټېكنالوجۍ ناكه بندي مسلط كولو په بهانه د ځارنګرۍ په اړه داسې د ځان جوړې قېصې بندې كړي۔ هغه په امريكا زور راوړو چې هغه تش د نامې قيصې پرېږدي او ناكه بندي د جواز په توګه كارول بنده كړي۔ هغه ووئېل چين د دواړو هېوادونو د اولس مشرانو تر مينځه راغلي اتفاق باندې عمل درآمد لپاره د امرېكې سره په ګډه كار كولو له چمتو اوسي۔ دا بيان د هغهتورونو نه پس رامخې ته شوے دے چې پكښې وئېلي شوو چې د اين ويډيا مشر جينسن هوانګ د بيجنګ د څارنګرې منصوبې په اړه په نخښه كړے شوے۔











