د نائب وزيراعظم اسحاق  ډار په مشرۍ كښې غونډه، د آئنده ګڼ اړخيزه غونډو د تيارو جاج

  اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د مشتركه مفاداتو ودې او د ګڼ اړخيزه تنظيمونو او سيمه ايزو شركتدارو سره د پاكستان روابط لا مستحكم كولو لپاره د نزدې رابطه كارۍ او د جامع تياريو په اهميت زور راوړو۔ د جمعې په ورځ د خارجه وزارت وياند لخوا د جاري بيان له مخې د نائب وزيراعظم و خارجه وزير …

 

اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د مشتركه مفاداتو ودې او د ګڼ اړخيزه تنظيمونو او سيمه ايزو شركتدارو سره د پاكستان روابط لا مستحكم كولو لپاره د نزدې رابطه كارۍ او د جامع تياريو په اهميت زور راوړو۔ د جمعې په ورځ د خارجه وزارت وياند لخوا د جاري بيان له مخې د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډا په مشرۍ كښې د غونډه كښې د اقتصادي مرستې تنظيم ( اي سي او ) د خارجه وزيرانو كونسل غونډې  او په كال 2027 كښې په اسلام آباد كښې د شنګھائي مرستې تنظيم د حكومتي مشرانو د كونسل د غونډې پشمول د آئنده ګڼ اړخيزه غونډو د تيارو جاج واخستې شو۔ په غونډه كښې د دې غونډو په حواله د پاكستان په ترجيحاتو د خيالاتو څرګندونه وشوه چې پكښې سيمه ايز مرستې، اقتصادي شراكت دارۍ او د سيمه ايزو روابطو ودې ته خاص پام وكړې شو۔ نائب وزيراعظم  د مشتركه مفاداتو ودې او ګڼ اړخيزه تنظيمونو او سيمه ايزو شراكت دارو سره د پاكستان روابط  لا مستحكم كولو لپاره د نزدې رابطه كارۍ او جامع تيارو په اهميت زور راوړو۔

مزید خبریں