اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د زياتو چينو برآمد په اړه سټيئرنګ كمېټۍ غونډه د جمعې په ورځ مشري وكړه۔نائب وزيراعظم آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې كمېټۍ د برآمدات او د هېواد لګښت ترمينځه توازن په ځائے ساتلو تګلارې جاج واخست دغسې چې ځايې ماركيټ كښې د چينو شتوالے او بيعې مستحكمې كړې شي۔نائب وزيراعظم په دې …
د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د زياتو چينو برآمد په اړه د سټيئرنګ كمېټۍ غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د زياتو چينو برآمد په اړه سټيئرنګ كمېټۍ غونډه د جمعې په ورځ مشري وكړه۔نائب وزيراعظم آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې كمېټۍ د برآمدات او د هېواد لګښت ترمينځه توازن په ځائے ساتلو تګلارې جاج واخست دغسې چې ځايې ماركيټ كښې د چينو شتوالے او بيعې مستحكمې كړې شي۔نائب وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې د كروندګرو تحفظ او صارفين له په مناسب بيعه د چينو وركولو ته حكومت پام لرنه كوي۔ده اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې د خوراك څښاك څيزوزنو د بيعو څارنه وكړي او اولس له زيات ريليف وركولو لپاره موثره ضابطه جاتي څارنه باوري كړي۔په غونډه كښې د تجارت٬د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه٬د تجارت سېكرټريز او قومي غذائي تحفظ او تحقيق پشمول اړوند وزارتونو او محكمو سينئر استازو ګډون كولو۔










