اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب ووئيل پائيدار معاشي استحکام د سرمايه کارو باور او اوږدې مودې کاروباري منصوبه بندۍ لپاره قوي بنياد وركوي، حکومت په برآمدات اډانه اقتصادي پرمختګ او نمو، په ځائې كچه ويليو ايډيشن او نړيوال سپلائي چين كښې د پاکستان انضمام ته ودي وركولو له لوظي دے۔ده دا خبره د جمعې په ورځ د چين کثيرالقومي کاروباري …
حکومت په برآمداتو اډانه اقتصادي پرمختګ و نمو٬ په ځائې كچه ويليو ايډيشن او نړيوال سپلائي چين كښې د پاکستان انضمام ته ودي وركولو له لوظي دے۔ د خزاني وزير محمد اورنګزيب ټرانسشين هولډ نګز پلاوي سره ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب ووئيل پائيدار معاشي استحکام د سرمايه کارو باور او اوږدې مودې کاروباري منصوبه بندۍ لپاره قوي بنياد وركوي، حکومت په برآمدات اډانه اقتصادي پرمختګ او نمو، په ځائې كچه ويليو ايډيشن او نړيوال سپلائي چين كښې د پاکستان انضمام ته ودي وركولو له لوظي دے۔ده دا خبره د جمعې په ورځ د چين کثيرالقومي کاروباري ګروپ ټرانسشين هولډنګز باني و چيئرمېن جارج ژو په مشرۍ كښې پلاوي سره ملاقات كښې وكړه،ملاقات كښې په پاكستان كښې د کمپنۍ روانو کاروباري هلو، د سباؤن په سرمايه کارۍ،ځائې پيداوار ودي او برآمدات زياتولو په امکانات د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خزاني وزير په پاکستان كښې د ټرانسشين هولډنګز پرله پسې سرمايه کاري او کاروباري هلو ځلو زياتولو د عزم پهلي هركلې كولو سره د هېواد صنعتي و پيداواري څانګه كښې د کمپنۍ کردار وستائيلو۔په دې موقع د کمپنۍ پلاوي په پاکستان كښې سمارټ فونز، اليکټرك بائيکس او توان ذخيره کولو په څانګو كښې روانو کاروباري هلو ځلو او سباؤن كښې د نوري سرمايه کارۍ او کاروباري توسيع منصوبو څخه خبر شو۔ملاقات كښې په ځائې كچه پيداوار زياتولو،د پرزه جات جوړولو كښې د ځائې صنعت برخه زياتولو او معاون صنعتونو او ځائې سپلائي چين ودي د لارې پراخه صنعتي نظام په جوړولو د خيالاتو څركندونه وشوه











