د بحري چارو وفاقي وزير سره د نشاط ګروپ چيئرمېن وليدل،مجوزه نوي بندر ځائې جوړولو كښې په سرمايه كارۍ خوښې څرګنده كړه

  اسلام آباد 13 نومبر  (اے پي پي)د بحري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انور چوهدري او د نشاط ګروپ چيئرمېن مياں محمد منشا ترمينځه ملاقات كښې نشاط ګروپ د پاكستان مجوزه نوي بندر ځائې جوړولو كښې سرمايه كاري كولو خوښې څرګنده كړه۔د بحري چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د جمعې په ورځ د ملاقات په مهال وفاقي وزير د سرمايه كارۍ متحرك كولو، جديد ټيكنالوجيز …

 

اسلام آباد 13 نومبر  (اے پي پي)د بحري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انور چوهدري او د نشاط ګروپ چيئرمېن مياں محمد منشا ترمينځه ملاقات كښې نشاط ګروپ د پاكستان مجوزه نوي بندر ځائې جوړولو كښې سرمايه كاري كولو خوښې څرګنده كړه۔د بحري چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د جمعې په ورځ د ملاقات په مهال وفاقي وزير د سرمايه كارۍ متحرك كولو، جديد ټيكنالوجيز معارفي كولو او د هېواد بندر ځائې بنيادي ډھانچے پراخه كولو كښې د نجي څانګي په بشپړه شركت كولو زور راوړو۔ده ووئيل د بندر ځائې سهوليات زياتول د پاكستان بحري معيشت قوي كولو، تجارتي رابطو زياتولو او كارګو زياتولو مقدار سنبھالولو صلاحيت زياتولو لپاره سټريټجكي لحاظ سره زيات مهم دے۔وفاقي وزير ووئيل حكومت د داسې كاروباري ماحول وركولو لپاره لوظي دے كوم چې سرمايه كارو له ښه وي او دې مقصد لپاره به د ځائې او غير ملكي سرمايه كارو معاونت كوي كوم چې بحري څانګه كښې موقعو لټولو كښې خوښې لري۔مياں محمد منشا نوي بندر ځائې كښې د سرمايه كارۍ موقعو لټولو كښې خوښي ولرله او دې ته ئې اتفاق وكړو۔

مزید خبریں