د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې د بچت او کفايت شعارۍ په اقداماتو عملدرآمد، نګرانۍ لپاره د جوړې شوې كمېټۍ غونډه٬ په پرېكړو پرله پسې عملدرامد٬ د اړوند ادارو ترمېنځه په نزدې رابطو زور

  اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د کفايت شعارۍ او د انتظامي چارو کارکردګي ښه كولو لپاره د هڅو روانو ساتلو امر كولو سره وئيل حکومت د کفايت شعارۍ كمپائن مطلوبه هدفونه ترلاسه كولو لپاره په پرېكړو پرله پسې عملدرامد٬ د اړوند ادارو ترمېنځه نزدې رابطې او همكارۍ ته اړتيا ده۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري بيان …

 

اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د کفايت شعارۍ او د انتظامي چارو کارکردګي ښه كولو لپاره د هڅو روانو ساتلو امر كولو سره وئيل حکومت د کفايت شعارۍ كمپائن مطلوبه هدفونه ترلاسه كولو لپاره په پرېكړو پرله پسې عملدرامد٬ د اړوند ادارو ترمېنځه نزدې رابطې او همكارۍ ته اړتيا ده۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري بيان له مخې د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې د بچت او کفايت شعارۍ په اضافي اقدامات د عملدرآمد او نګرانۍ لپاره د جوړې شوې کمېټۍ غونډه وشوه، چې پكښې بېلو وزارتو او ډويژنونو كښې په دې اقداماتو د جاري عملدرآمد او د تېرو پرېكړو د پېشرفت جاج واخستلے شو۔ په غونډه كښې د سرکاري خرڅونو مؤثره انتظام، د قامي وسائلو تحفظ او د اجتناب وړ په خرڅونو كښې د كمي په اړه په روانو هلو ځلو غور وشو۔ په دې موقع نائب وزيراعظم په دې خبره زور رواړو چې حکومت د کفايت شعارۍ كمپائن مطلوبه هدفونه ترلاسه كولو لپاره په پرېكړو پرله پسې عملدرامد٬ د اړوند ادارو ترمېنځه نزدې رابطې او همكارۍ ته اړتيا ده۔ ده په غونډه كښې د سرکاري خرڅونو مؤثره انتظام، د قامي وسائلو تحفظ او د اجتناب وړ په خرڅونو كښې د كمي په اړه هڅې روانو ساتلو امر كولو سره ووئيل چې دا اقدامات د اوږدې مودې په بچت كښې بدلول د ټولو اړوند ادارو  مشتركه ذمه واري ده۔ په غونډه كښې د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وزيرې ،د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، د کابينه، د قانون و انصاف، د اطلاعات او خپرونو او د وفاقي تعليم سيکرټريز نه علاوه د څلورو واړو صوبو، آزاد کشمير، ګلګت بلتستان او د اړوند وزارتو سينئر نمائندګانو ګدون كولو۔

 

 

 

مزید خبریں