پينډۍ 13 نومبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د خېبر پښتونخوا په مير علي او اوركزئي سيمو كښې په استخبابات اډانه عملياتو په مهال د هند سرپرستۍ كښې كار كونكو فتنه الخوارج 43 ترهګر وژلي دي دغسې د هغوي د قبضے څخه په زيات مقدار كښې وسله او توكي برآمد كړې شوي۔ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګي (آئي ايس پي آر) د اړخه د جمعې په ورځ …
امنيتي ځواكونو په مير علي او اوركزئي كښې عمليات، د هند په سرپرستۍ كښې كار كونكي 43 خوارج ووژل شول

مزید خبریں
پينډۍ 13 نومبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د خېبر پښتونخوا په مير علي او اوركزئي سيمو كښې په استخبابات اډانه عملياتو په مهال د هند سرپرستۍ كښې كار كونكو فتنه الخوارج 43 ترهګر وژلي دي دغسې د هغوي د قبضے څخه په زيات مقدار كښې وسله او توكي برآمد كړې شوي۔ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګي (آئي ايس پي آر) د اړخه د جمعې په ورځ جاري شوې بيان له مخې د ترهګرۍ خطرو ختمولو او خوارج نيټ وركس تباه كولو عزم ترمخه په خېبر پښتونخوا كښې په استخبارات اډانه عملياتو سلسله روانه ده، د كومي دائره كار چې تر مير علي او اوركزئي رسولې شوې۔ آئي اېس پي آر له مخې د تيرو 48 ساعتونو په مهال د امنيتي ځواكونو ډلو د خوارجو ګڼي ژالي ويجاړي كړېدي۔ په يو بل د ډزو په مهال مير علي كښې د هند په سرپرستۍ كښې كار كونكو فتنه الخوارج 35 خوارج وژلې شوي دغسې اوركزئي كښې 8 خوارج وژلې شوي۔ په سيمه كښې كليئرنس عملياتو په مهال په لويه كچه وسله، ګوله بارود او چاؤديدونكي توكي برآمد كړې شوې۔ ځواكونو په وخت كارروائي كولو سره د ترهګرۍ هلو ځلو كښې د دې موادو د استعمال ناوړه عزائم شنډ كړي۔ د پاك پوځ وياند ووئيل سيمه كښې پټ شوي نور ممكنه خوارج خاتمے لپاره كليئرنس عمليات روان دي۔ د وفاقي ايپكس كمېټۍ څخه منظور شوي نېشنل ايكشن پلان وژن ’’عزمِ استحكام‘‘ ترمخه د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كونكو اداري به د ترهګرۍ تر بشپړه ختمولو خپلي كاروائي رواني ساتي۔











