د ماشوموالي ابتدائي معياري تعليم د روښانه سباؤن بنياد دے، حكومت د ماشومانو صلاحيتونو زياتولو لپاره ګامونه پورته كوي۔وفاقي وزير احسن اقبال

  اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال ووئيل د ماشوموالي ابتدائي معياري او جديد تعليم د ماشومانو ذهني و تخليقي صلاحيتونو زياتولو كښې بنيادي كردار ترسره كوي، د نن بچي د سبا د روښانه سباؤن معمار جوړيږي۔ د جمعې په ورځ په ايكس د آئي ايم سي جي ګولړه كيمپس دورے په موقع ماشومانو سره خبرو كښې …

 

اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال ووئيل د ماشوموالي ابتدائي معياري او جديد تعليم د ماشومانو ذهني و تخليقي صلاحيتونو زياتولو كښې بنيادي كردار ترسره كوي، د نن بچي د سبا د روښانه سباؤن معمار جوړيږي۔ د جمعې په ورځ په ايكس د آئي ايم سي جي ګولړه كيمپس دورے په موقع ماشومانو سره خبرو كښې ويډيو شئير كولو سره وفاقي وزير ووئيل د ماشومانو ذهانت، تجسس،پاك زړه او لوئې خوابونه ليدلو صلاحيت د پاكستان د روښانه سباؤن اميد وركوي۔ده د ماشومانو سره رنګونو،بيلو شكلونو او ټيډي بيئرز په سرخط خبري اتري وكړي او د هغوي د خوښۍ لرلو او ذهانت مشاهده ئې وكړه۔احسن اقبال ووئيل حكومت د ماشوموالي ابتدائي معياري تعليم ته پام لرنه كوي دغسې چې د ماشومانو صلاحيتونه ابتدائي عمر څخه زيات كړې شي او هغوي له د زدكړي ، سوچ كولو او تخليقي صلاحيتونو څرګڼدوني ښې موقعې وركړې شي۔ ده ووئيل د ماشومانو تعليم و تربيې كښې خوښې لرل او په هلو ځلو اډانه تدريسي طريقو ته ودي وركولو ته اړټيا ده دغسې چې دوي اعتماد، ذهانت او مثبت سوچ سره مخ په وړاندې لاړ شي۔ وفاقي وزير د دې عزم څرګندونه وكړه چې ماشومانو له معياري تعليمي ماحول او ښه موقعې وركولو سره دې د دوي د سباؤن هڅي رواني وساتلے شي۔

مزید خبریں