اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د پاكستان نېشنل شپنګ كارپوريشن (پي اېن اېس سي) تنظيم نو عمل جاج اخستلو لپاره د غونډې مشري كولو سره د ادارې په نړيواله كچه مسابقتي، تجارتي اعتبار سره مستحكم او نړيوال شناخت لرونكې بحري اداره جوړولو په حاجت زور راوړو۔ د نائب وزيراعظم آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې په …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه،د پاكستان نېشنل شپنګ كارپوريشن تنظيم نو جاج واخستلے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د پاكستان نېشنل شپنګ كارپوريشن (پي اېن اېس سي) تنظيم نو عمل جاج اخستلو لپاره د غونډې مشري كولو سره د ادارې په نړيواله كچه مسابقتي، تجارتي اعتبار سره مستحكم او نړيوال شناخت لرونكې بحري اداره جوړولو په حاجت زور راوړو۔ د نائب وزيراعظم آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې په غونډه كښې د پي اين ايس سي تنظيم نو بيلو اړخونو او هغه يوه موثره، جديد او نړيوالو تقاضو سره همغږي لرونكي ادارے كښې د بدلولو په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ ګډون كوٶنكو د ادارې عملياتي كاركردګي ښه كولو او كارپوريټ ګورننس د نړيوال معيارات سره هم آهنګ كولو لپاره د بېل تجاويز جاج واخستلے شو۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير په دې خبره زور راوړو چې د تنظيم نو ټول عمل د پيشه وره پوهي او نړيوال معيارات په بنياد مخ په وړاندې بوتللې شي۔ ده اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې د ادارے تجارتي او مالياتي ګټي دې زياتي كړې شي، د پاكستان بحري تجارت او لاجسټكس نظام قوي كولو او قامي اقتصادي ګټو تحفظ باوري كولو لپاره كوټلي تګلاري مرتب كولو لپاره نړيوال شهرت لرونكي شپنګ او مالياتي صلاحكارو خدمات ترلاسه كړې شي۔په غونډه كښې د بحري چارو وفاقي وزير، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، د بحري چارو سيكرټري او اړوندو وزارتونو او محكمو سينئر چارواكو ګډژن وكړو۔










